امریکا او روسیې په خپلو اټمي وسلو د مذاکراتو لپاره توافق کړی

د امریکا او روسیې بیرغونه

امریکا او روسیې د خپلو اټمي وسلو د مذاکراتو د ځای او وخت په اړه په همدې میاشتې توافق کړی دی.

د وسلو د کنټرول په برخه کې د امریکا د ولسمشر د ادارې لوړپوړی مذاکره کوونکی مارشال بیلینګزلي د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې چین هم دغو مذاکراتو ته بلل شوی دی.

د دې امریکايي چارواکي په وینا، ده او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د وسلو د کنټرول په اړه په جون میاشت کې پر خبرو توافق کړی دی.

د نېټې او ځای په اړه دقیق جزئیات په دې ټویټ کې نه‌دي ورکړل شوي، خو تر دې مخکې امریکايي خپرونې بلومبرګ د دې هېواد د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی وو چې د امریکا او روسیې ترمنځ اټمي مذاکرات د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په ویانا کې کېږي.

دغه چارواکي د نوم نه‌خپرولو په شرط خپرونې ته ویلي چې تر اوسه څرګنده نه‌ده چې ایا دواړه هېوادونه به د نیوسټارټ موافقې د تمديد په اړه توافق وکړي که نه. دا موافقه د دواړو لویو اټمي قدرتونو د اټمي سروکو د کارولو واک محدودوي.