ډیموکراتانو د پولیسو قانون کې د بدلون لایحه کانګرس ته وړاندې کړه

د امریکا کانګرس

د امریکا په کانګرس کې ډیموکراټ ګوند غړو د پولیسو په قانون کې د بدلون لایحه وړاندې کړه.

دا څو ساعته مخکې له هغه چې د يو تور پوستي امريکايي، جورج فلويد په یاد کې مراسم جوړ شول.

د فلوید مړینې په امريکا او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د نژاد پالنې پر ضد مظاهرې راوپارولې.

د کانګرس غړي د جون په اتمه، د دې قانوني بدلون د وړاندې کولو پر وخت د اته دقيقو او ۴۶ ثانیو لپاره زنګون ماتي کېناستل.

دا يو سمبولیک اقدام وو. يوه سپين پوستي پوليس د جورج فلوید تر مړینې مخکې همدومره وخت د هغه پر غاړه زنګون ايښی وو. د فلويد د وژنې او په دې کار کې د مرستې په تور څلور پولیس افسران نيول شوي دي.

نوي بدلونونه د پولیسو په قانون کې عدالت نومول شوي او په تېرو څو کلونو کې د کانګرس تر ټولو لوی اصلاحات دي. دا قانوني مسوده د پوليسو لپاره قانوني خونديتوب محدودوي، د ډېر زور د کارولو له امله د مړو شویو کسانو په اړه د معلوماتو ساتلو او د نورو بدلونونو ترڅنګ د پولیسو له‌خوا د خلکو د ساه بندولو پر تاکتيک بندیز لګوي.

په کانګرس کې د ډيموکراتانو مشرې، نانسي پلوسي د جون په اتمه وويل: "د پولیسو د قانون په چوکاټ ‌کې تر دغو اصلاحاتو لږ څه نه‌شو منلی."

دا اعلان د هغو ګڼو بدلونونو برخه دی چې د امريکا حکومت له تاوتريخوالي ډکو لاریونونو پر مهال کړي دي.

د جورج فلويد مړی د هغه د پلرني ایالت ټکزاس، هيوسټن ښار ته وړل شوی دی. دی به نن د جون په نهمه نېټه هملته خاورو ته وسپارل شي.

هغه په مینیاپولیس ښار کې وژل شوی وو.