په پکتیکا کې چاودنې یو ۱۳ کلن ماشوم وواژه

د پکتیکا ولایت نقشه

د پکتیکا امنیه قومانداني وايي په هغو ماینونو چې د دولت وسله‌وال مخالفان‌یې پر عامه لارو خښوي، زیات وخت ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

دا قوماندانۍ په داسې حال کې دا خبره کوي چې نن سهار د مټا خان ولسوالۍ په سیدوکلا سیمه کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یو ۱۳ کلن ماشوم ووژل شو او بل تن ټپي شو.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل: "دا لومړی ځل نه‌دی چې د ترهګرو له‌خوا په خښ کړل شویو ماینونو عامو خلکو ته زیان اوړي. تر دې مخکې هم ملکیان په ځلونو ځلونو د دوی له‌خوا پر عامه ځایونو د خښ کړل شویو ماینونو له کبله شهیدان کېږي، یا هم مالي او ځاني زیانونه وراوړي."

په پکتیکا کې د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.