بریتانیا کې د نژادي تبعیض پر ضد د لاریونونو دوام

د بریتانیا په بریستول کې شاوخوا لس زره کسانو ګډون کړی و.

د بریتانیا په څو ښارونو کې پرون پرله پسې دوهمه ورځ په زرګونو کسانو د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې رحمیو پرضد مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې په امریکا کې د تورپوستو ژوند ارزښت لري، د مظاهرو په ملاتړ شوي چې د هغه هیواد په ډیرو ښارونو کې له څو ورځې راهیسې روانې دي.

د انګلستان په واتفورد کې پېژندل شوي سوک وهونکي انتوني جوشوا (Anthony Joshua) د اعتراض کوونکو ډلې ته په خبرو کې وویل: "زموږ د ټولنې لکه سپورټ، تعلیم، کلیساګانو، تفریح، رسنیو او ټول حکومت په ټولو سکټورونو کې یو ویروس خپور شوی، نه یوازې په بریتانیا بلکې ټوله نړۍ کې، دې وضعیت وبا راوستلې او له کنټروله وتلی، زه پر کوویډـ۱۹ ناروغۍ خبرې نه کوم، زما هدف هغه ویروس دی چې نژادي تبعیض یې بولي، تر کومه به اجازه ورکوو چې د نژادي تبعیض ویروس زموږ په ولسونو کې خپور شي؟"

په بریتانیا کې وروستۍ مظاهرې د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د مې پر ۲۵ مه د یوه سپین پوستي پولیس له خوا د جورج فلویډ په نوم د یوه تورپوستي د وژل کېدو په غبرګون کې راپارېدلې دي.

د بریتانیا په بریستول کې شاوخوا لس زره کسانو ګډون کړی و.

په لندن کې مظاهرې د امریکا سفارت ته څېرمه پیل او د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن تر هستوګنځای یې دوام وکړ.

پولیسو په دغو مظاهرو کې د ۲۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه راز د اروپا په څو نورو ښارونو، کوپنهاګن، بوداپست او مادرید کې هم د امریکا سفارتونو ته نژدې مظاهرې وشوې.