خلیل‌زاد له ملا برادر سره د بین‌الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې وکړې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د بندیانو د چټک خوشې کېدو او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو په اړه خبرې وکړې.

دا خبره د دې دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په یوه ټویټ کې وکړه.

د شاهین په وینا په دغه کتنه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق‌القحطاني هم حضور درلود.

د سولې د هغه تړون له مخې چې متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې لاسلیک کړی، د مارچ په ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې باید د طالبانو پنځه زره بندیان او د حکومت زر تنه د یو بل له زندانونو خوشې شوي وی.

خو د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۲،۷۰۰ بندیان او طالبانو هم د حکومت شااوخوا ۵۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیل‌زاد دغه‌راز پرون په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم وکتل.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر "ای.اس.پي.ار" په یوه بیان کې ویلي چې خلیل‌زاد او باجوه د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې پر اخیستل شویو ګامونو بحث کړی او د ګډو ټاکل شویو هدفونو لپاره‌یې د کار په دوام ټینګار کړی دی.

ښاغلی خلیل‌زاد دوحې او اسلام‌اباد ته تر تلو مخکې په کابل کې و او له افغان چارواکو سره‌یې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې، خو تر اوسه پورې د دغو خبرو جزئیات نه‌دي څرګند شوي.