بریتانیا کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې‌رحمیو ضد مظاهرې وشوې

ارشیف

د بریتانیا په څو ښارونو کې پرون پرله‌پسې دوهمه ورځ په زرګونه کسانو د نژادي تبعیض او د پولیسو د بې‌رحمیو پر ضد مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې په امریکا کې د تور پوستو ژوند ارزښت لري، د مظاهرو په ملاتړ وشوې چې د هغه هېواد په ډېرو ښارونو کې له څو ورځو راهیسې روانې دي.

دغه مظاهرې د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د مې په ۲۵مه د یوه سپین پوستي پولیس له‌خوا د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي د وژل کېدو په غبرګون کې راپارېدلې دي.

د بریتانیا په بریستول کې شااوخوا ۱۰ زره کسانو ګډون کړی و.

په لندن کې مظاهرې د امریکا سفارت ته نږدې پیل او د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون تر هستوګن ځای یې دوام وکړ.

پولیسو په دغو مظاهرو کې د ۲۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه‌راز د اروپا په څو نورو ښارونو، کوپنهاګن، بوداپست او مادرید کې هم د امریکا سفارتونو ته نږدې مظاهرې وشوې.