ملي ارمان: سیمې ته د خلیل‌زاد سفر، د سولې کلي او که د سولې کلي د پټولو هڅه

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې "سیمې ته د خلیل‌زاد سفر، د سولې کلي او که د سولې د کلي د پټولو هڅه" لیکلي.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال چې خلیل‌زاد په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت و یو ځل‌یې وویل، د سولې کلي په کابل کې ده. هغه مهال د ارګ او سپېدار ترمنځ سخت جنجال او اختلاف روان و.

د ښاغلي خلیل‌زاد د خبرو هدف دا و چې که افغانستان کې د سولې په اړه سیاسي اجماع جوړه نه‌شي، سوله به رانه‌شي.

ورځپاڼه د پوښتنې په ډول لیکي، خو اوس وضعیت څه ډول دی؟ ایا د سولې لپاره ملي اجماع جوړه شوې؟

د ورځپاڼې له قوله، داسې مهال چې سیمې ته خلیل‌زاد خپل بل سفر پیل کړی، خو لا هم د سولې په اړه ملي اجماع نه‌شته.

سرمقاله کې دا هم راغلي، دلته باید د خلیل‌زاد د مأموریت په اړه یوه پوښتنه مطرح شي چې ایا هغه د سولې د کلي په لټه کې دی او که د سولې د کلي د ورکولو یا هم پټولو په لټه کې.

ورځپاڼې دې پوښتنې ته ځواب ورکړی او لیکي، شواهد او د خلیل‌زاد له کارونو سره د ارګ او نورو مخالفت ښيي چې خلیل‌زاد نه‌غواړي د سولې کلي پيدا کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او د دې ناروغۍ له امله د مړو زیاتېدو ته اشاره کړې ده او لیکلي دي چې په دې هېواد کې ټولنيزې رسنۍ په ځانګړي ډول فېس‌بوک د مړو په هدیرو بدل شوی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي سره له دې چې هره ورځ د کرونا ویروس له امله زیات شمېر کسان مري، خو لاهم یو شمېر افغانان په دې ناروغۍ باور نه‌لري، د سرمقالې لیکوال له خلکو غوښتنه کړې ده چې باید د کرونا ویروس په وړاندې ناغېړي ونه‌کړي.

په سرمقاله کې د هېواد د لیرو پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې ده چې د کرونا له ناروغۍ سره عادي برخورد ونه‌کړي ځکه د سرمقاله ليکونکي په باور که دغسې وشي، نو لیرې نه‌ده چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله انساني ناورین رامنځته شي.

د سرمقالې لیکوال په حکومت نیوکه کړې چې یوازې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ته ناست دی او د دې ناروغۍ په وړاندې يې تر دې دمه جدي عمل نه‌دی کړی.

په سر مقاله کې د تېرې ورځې شمېرو ته اشاره شوې او لیکل شوي چې د رسمي شمېرو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله د ۳۰ کسانو مړینه په رښتیا د اندېښنې وړ ده.

د سرمقالې په پای کې یو وار بیا له خلکو غوښتنه شوې چې د یاد ویروس د مهارولو په هدف باید له حکومت سره مرسته وشي او خلک باید روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ نیوکه کړې ده او لیکلي دي چې د دې وزارت په رهبرۍ کې زیات شمېر کسان غیر مسلکي دي.

ورځپاڼې په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي دي چې د دې وزارت رهبري زیات شمېر يې د ملي اردو، ملي امنیت او دغهشان په ملکي برخه کې زده‌کړې لري په داسې حال کې چې د مطلب د لیکوال په باور د پولیسو په مشرتابه کې باید داسې کسان ځای پر ځای شي چې پولیسي زده‌کړې ولري.

په مطلب کې د ولایتونو امنیه قوماندانان هم یاد شوي چې د پولیسو په برخه کې لوړې زده‌کړې نه‌لري او ان د یو شمېر ولایتونو د امنیه قوماندانانو نومونه هم لیکل شوي دي چې د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ په جنايي او د پولیسو په برخه کې زده‌کړې نه‌لري، خو لوړې امنیتې چوکۍ ورکړل شوي دي.

د مطلب په دوام له حکومته غوښتنه شوې چې باید هرې برخې ته د هماغه برخې مسلکي کسان ورمعرفي شي ترڅو په حالاتو کې بدلون راشي.