د افغانستان د ځينو ولایتونو سیمې د ملي پارک په توګه ونومول شوې

نورستان

د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د افغانستان د خوندي شویو سیمو او ملي پارک په توګه ونومول شوې.

دا خبره د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د ارګ په بیان کې راغلي په همدې مناسبت پرون غونډه نیول شوې وه چې په‌کې د افغان ولسمشر اشرف غني، ګڼو چارواکو او د چاپېریال ساتنې د فعالانو په حضور کې د خوندي شویو سیمو او ملي پارک نومونې سندونه لاسلیک شول.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دې غونډې یو ګډونوال او ازادي راډیو ته‌یې وویل چې د حکومت له دې کاره ډېر خوښ شو.

هغه زیاته کړه: "نورستان د نړۍ په سطحه د ۱۰ جاذبو سیمو نه یوه ده. دغه سیمه د ملي پارک په نوم نومول او د هغې لپاره د دولت له لوري د بېلابېلو پروګرامونو پلانول او بیا یې د پانګونې غمه خوړل دا د نورستان د خلکو یو لوی ارمان و او په دې باندې خوښ یو چې دغه تصمیم د دولت له‌خوا نیول شوی دی."

که څه هم حکومت دا سیمې د خوندي شویو سیمو او ملي پارک په توګه اعلان کړي، خو تر ډېره د جنګ جګړو په سبب له کلونو راهیسې له پانګونو او پرمختګونو پاتې دي.