'جلال اباد کې د کرونا ویروس ترڅنګ د محرقې ناروغي زیاته شوې'

ارشیف

د جلال اباد ښاریان وایي، د کرونا تر څنګ اوس یوه بله ناروغي چې محرقه ده، د دوی روغتیا له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

دوی زیاتوي، محرقه د هر کور په دروازه ننوتې او د هرې کورنۍ دوه یا درې غړي پرې اخته دي چې ان ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

محرقه که کرونا هغه ناروغي چې په دې وروستیو کې یې په جلال اباد کې د نېږدې هر کور په دروازه ننوتې او د خلکو روغتیا یې ننګولې ده.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي په دې باور دي چې د کرونا ترڅنګ اوس له محرقې ناروغۍ همدوی رنځ وړي او په خبره یې، د کورنۍ څو څو غړي یې پرې اخته شوي دي.

دوی زیاتوي، د ناروغۍ پر مهال په تشخیصیه مرکزونو او لابراتوارونو کې د ټېسټونو په پایله کې ورته ویل شوي چې د محرقې په ناروغۍ اخته دي.

د جلال اباد ښاریان وایي، د کورنۍ ناروغ غړي یې د محرقې له درملو استفاده کوي او په خبره یې، د درملو په خوړو یې نه یواځې دا چې وضعیت نه ښه کېږي، لا نورې ستونزې هم ورته پیدا کوي.

د دوی له ډلې نجیب الله ازادي راډيو ته وویل: "په جلال اباد کې هر کور د محرقې ناروغ لري، زه خپله او د کورنۍ څو نور غړي مو په دې ناروقۍ اخته ښودل شوي دي، په معایناتو کې راته ویل شوي ناروغان مو د محرقې ناروغي لري."

د دې ښار بل اوسېدونکي محمد عارف وویل: "د محرقې ناروغي دومره عامه شوې چې په هر کور کې دوه یادرې کسان پرې اخته شوي دي، کله چې د ناروغ لپاره لابراتوار کې خپل معاینات کوو نو وایي محرقه یاست، دا څنګه محرقه ده، محرقه خو مخکې هم وه خو دومره نه، اوس بیخي ډېره شوې، مسؤلین دې یو څه وکړي، د دې ناروغۍ لپاره."

دا په داسې حال کې چې له تېرو شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې د کرونا ویروس په تېزۍ د خپرېدو په حال کې دی او هره ورځ لسګونه کسان چې په دې ویروس د اخته کېدو له وېرې خپل ټېسټ ورکوي نو له نیمایي زیات یې په کرونا اخته وي.

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار د روغتیا ریاست وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې ۲۸ سمپلونه تشخیص شوي چې له ډلې یې ۲۳ مثبت، یو منفي او ۴ نور چې په تکراري بڼه ارزول شوي دي، د هغې پایله هم مثبت تشخیص شوې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې په جلال اباد کې د محرقې په نوم ناروغي چې د دغه ښار د اوسېدونکو په خبره ډېره شوې او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي، رښتیا هم محرقه ده او که نه کرونا؟

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، ځینې هغه ناروغان چې د خپلې ناروغۍ لامل یې محرقه بلله، دوهم ځلي یې د هغو ټېسټونه کړي چې نتیجه یې محرقه نه بلکې کرونا تشخیص شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ازادي راډيو ته وویل چې د محرقې زیاتره ناروغان کرونا دي او باید د کرونا ویروس په اړه ټولې روغتیایي لارښونې په پام کې ونیسي.

هغه زیاته کړه: "له کابله راغلي پلاوي او د عامې روغتیایي ریاست تخنیکي ټیم په ګډه ناسته کې د محرقې د زیاتوالي بحث مطرح کړ، چې څنګه په ننګرهار کې محرقه ډېره شوې، له ځينو ناروغانو یې بیا ټېسټ واخیستل شو چې د کرونا ټېسټ یې هم مثبت شو، نو ټولو لابراتوارونو ته سپارښتنه شوې چې له دې وروسته هېڅ لابراتوار د ډاکتر له تجویز پرته د محرقې ټېسټونه نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې په جلال اباد ښار کې د کرونا ویروس او په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په هدف ښار بند او قرنطین مات شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایتي اداره او روغتیایي مسؤلین ډېری وخت د دغه ښار اوسېدونکي ګرم بولي چې ګوندې کرونا جدي نه نیسي او بې ضرورته ښار ته تګ راتګ کوي چې د دوی په خبره، همدا موضوع په ننګرهار کې د کرونا ویروس د ژر او په تېزۍ خپرېدو لامل شوی ده.