روسیه کې د کرونا ویروس ۹۰۰۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

آرشیف

روسي چارواکي وايي، د کرونا ویروس نژدې ۹ زره تازه پېښې ثبت کړي چې ورسره په دې هیواد کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې نژدې څلور لکه ۷۰ زرو ته ورسېدې.

د روسیې له کرونا سره د مبارزې کمېټه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ویروس ۱۳۴ تنه مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵ زره ۸۵۹ تنو ته ورسېد.

مخکې په دې هیواد کې د کرونا د پېښو کمېدا سبب شوې وه چې دا هېواد د اقتصاد د ښه کېدو لپاره پر کاروبارونو بندیزونه نرم کړي.