پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۲۰۰۰ کسانو واوښت

د پاکستان د مرکزي او ایالتي اسمبلیو د غړیو په ګډون ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي، لکه ډاکتران، نرسانې او نور هم مړه شوي دي.

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا وېروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ پورته شوی او نږدې سل زره کسان پرې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، تر دې دمه د پاکستان په لر و بر کې ۹۸۹۴۳ کسان پر دې ویروس اخته شوي او دا لړۍ لا هم په تېزۍ روانه ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د یکشنبې په ورځ په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اغېزمن شویو کسانو د نویو ارقامو د خپرولو کې په ترڅ کې ویلي، چې دغې ویروس تر دې دمه په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۰۰۲ کسان وژلي دي.

په پاکستان کې د کرونا وېرس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب ایالت کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۳۷۰۹۰ ته رسېږي.

په سند ایالت کې بیا دغه ویروس۳۶۳۶۴ کسان ځپلي، په بلوچستان کې پرې ۶۲۲۱ کسان اخته دي او په خیبر پښتونخوا کې بیا د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر ۱۳۰۰۱ او په پلازمېنه اسلام اباد کې ۴۷۹۷ دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، په دې هېواد کې تر دې دمه له کرونا وېروسه ۳۳۴۶۵ کسان رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس ورځنۍ مثتبې پېښې تر هغې وروسته په چټکۍ ډېرې شوې، چې د دې هېواد صدراعظم عمران خان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه لرې کړل.

عمران خان

نوموړي څو ورځې مخکې ولس ته د وینا پر مهال وویل: "هېواد یې د اقتصادي وضعیت او د غریبو خلکو د وضعیت د خرابېدو له امله د محدودیتونو د دوام جوګه نه دی."

په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د پاکستان د مرکزي او ایالتي اسمبلیو د غړیو په ګډون ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي، لکه ډاکتران، نرسانې او نور هم مړه شوي دي.