هشت صبح: خلیل‌زاد باید د افغان سولې پروسې په برخه کې ستونزې له‌منځه یوسي

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د سولې پروسې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي دي چې زلمی خلیل‌زاد باید د افغان سولې پروسې په برخه کې ستونزې له‌منځه یوسي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ښاغلي زلمي خلیل‌زاد په داسې حال کې د افغان سولې په برخه کې خپل نوی مأموریت پيل کړی چې په دې هېواد کې د سولې په هدف ځينې هوکړې عملي شوې دي.

د سرمقالې د لیکوال په خبره، د روغې جوړې ملي عالي شورا جوړه شوې، ۵۰ په سلو کې طالب زندانیان ازاد شوي، سولې مذاکراتي پلاوی جوړ شوی، په تاوتریخوالي کې نا اعلان شوی کموالی راغلی او دغه‌شان له افغان سولې پروسې د نړیوالو ملاتړ اعلان شوی دی.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور له همدومره پرمختګونو سره سره لا هم د سولې په برخه کې خنډونه شته چې کولای شي د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت هم طالبان سولې پروسې ته په نه‌تمایل تورن کړي او ویلي دي چې طالبانو د سولې له هوکړې وروسته هم خپلو حملو ته زور ورکړی او په دې موده کې يې نږدې زر تنه ولسي وکړي وژلي دي.

د سرمقالې لیکوال له زلمي خلیل‌زاد غوښتنه کړې چې باید د سولې پروسې سره د طالبانو دلچسپي تضمین کړي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور په تېرو څو میاشتو کې سلګونه افغان سرتېرو او ولسي وګړو ته د طالبانو په حملو کې زیان رسېدلی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکلي دي چې د دې ترڅنګ ښاغلی خلیل‌زاد اړ دی چې د حکومت او طالبانو یو پر بل بې‌اعتباري له‌منځه یوسي ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور لا هم د سولې په برخه کې دواړه خواوې پر یو بل بې‌باوره دي.

د سرمقالې لیکوال له ښاغلي خلیل‌زاد دا غوښتنه هم کړې ده چې په دې سفر کې باید خلیل‌زاد د طالبانو له لوري شوې ژمنې هم باید وارزوي.

په سرمقاله کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره شوې چې ویلي دي طالبان د هوکړې په خلاف لا هم له القاعده سره اړیکې لري.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو دا ادعا رد کړې ده، خو وايي که دا ثابته شي، نو بیا باید څه وشي؟

  • انیس

انیس ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته د ډېرو خلکو سترګې وې، خو د سرمقالې د لیکوال په وینا لا هم په افغانستان کې جګړه دوام لري او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

وړاندې په سرمقاله کې پر افغان ځواکونو د تېرې جمعې د ورځې حملې ته اشاره شوې او په‌کې لیکل شوي چې په زابل کې د افغان ځواکونو په کاروان د طالبانو حملې د سولې په برخه کې یو وار بیا د افغانانو هیلې مړاوې کړې دي.

د سرمقالې په دوام له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې د کرونا ویروس د خپرېدو په اوج او د سولې د روانو خبرو اترو پر مهال باید تاتریخوالی کم او یا هم په بشپړ ډول ودروي ترڅو د سولې خبرې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي.