د مصر ولسمشر د لیبیا لپاره د سولې نوښت اعلان کړ

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لیبیا لپاره د سولې نوښت اعلان کړ.

عبدالفتاح السیسي پرون شنبه د مصر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغې تګلارې په اړه وویل: "غواړم ووایم چې دغه نوښت د جون د اتمې له سهار شپږو بجو د اوربند د پیل او ټولو هڅو او نړیوالو او د ملګرو ملتونو اقداماتو ته د درناوي په اړه دی، ټول بهرني جنګیالي باید له لیبیا ووځي، ټولې ملیشې باید منحل او بې‌وسلې شي."

لیبیا د پخواني ولسمشر معمر قذافي د نظام له سقوط او د هغه له وژلو وروسته په کورني بحران او جګړو کې ښکېله ده.

د لیبیا حکومت چې په طرابلس کې دی، د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی او ترکیه او قطر ملاتړ ترې کوي.

هلته بیا د خلیفه حفتر ځواکونه د لیبیا د حکومت په وړاندې جنګېږي، متحده عربي امارات، مصر او روسیه د خلیفه حفتر ملاتړ کوي.