د پولنډ صدراعظم: د امریکا یو شمېر ځواکونه به له جرمني راولېږدول شي

ارشیف

د پولنډ صدراعظم وایي، هیله لري چې د امریکا یو شمېر ځواکونه به له جرمني دغه هېواد ته ولېږدول شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې والستریټ ژورنال ویلي، جرمني کې به د امریکایي ځواکونو شمېر له څه باندې ۳۴ زرو څخه ۲۵ زرو ته راکم شي.

د امریکا ولسمشر له څه مودې راهیسې په پرله‌پسې توګه په جرمني نیوکه کوي چې ګواکې ناټو سازمان کې يې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د پولنډ صدراعظم ماتئوس موراویسکي دغه څرګندونې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته وکړې چې په‌کې راغلي، د امریکا ولسمشر دفاع وزارت ته ویلي چې جرمني کې خپل ځواکونه کم کړي.

موراویسکي (ار.ام.اېف ۲۴) خصوصي راډیویي چینل ته ویلي، تمه لري چې د ترسره شویو خبرو په پایله کې به امریکا د هغو ځواکونو یوه برخه پولنډ کې ځای پر ځای کړي چې له جرمني نه‌یې باسي.

د پولنډ صدراعظم ویلي، دا مهال پرېکړه د امریکا په لاس کې ده.

د پولنډ صدراعظم ماتئوس موراویسکي

په همدې حال کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د جون په پنځمه وویل چې امریکا په جرمني کې د خپلو ۳،۴۵۰۰ سرتېرو له ډلې ۹،۵۰۰ کموي.

د سپینې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو تر اوسه د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

د جرمني شپیګل انلاین نشریې هم ویلي، د امریکا دا اقدام به د ۲۰۲۰ کال تر مني پورې بشپړ شي او تمه ده چې له پنځو تر ۱۵ زرو پورې امریکایي پوځیان له دغه هېواده ووځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له څه مودې راهیسې په پرله‌پسې توګه په جرمني نیوکې کوي چې د ناټو سازمان په چوکاټ کې یې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

ډونالد ټرمپ زرګونه امریکايي سرتېرو ته له جرمني د وتلو امر کړی

د دغې ژمنې له مخې، جرمني باید د خپل عاید دوه سلنه برخه پر خپل پوځ ولګوي.

روېټرز خبري اژانس هم د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ویلي، یو شمېر امریکایي ځواکونه به پولنډ او نورو متحدو هېوادونو کې ځای پر ځای شي او ځیني نور به خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه چارواکي ویلي، په ناټو سازمان کې د امریکا لګښتونه زیات شوي او متحده ایالات نوره اړتیا نه‌ویني چې جرمني کې ډېر ځواکونه پرېږدي.

ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې له پولنډ سره د دفاعي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه، ټرمپ هغه مهال پولنډ ته د زرو ځواکونو د لېږلو وړاندوینه وکړه.

امریکا دا مهال پولنډ کې څلور نیم زره سرتېري لري.