سولې وزارت: امریکا د سولې بهیر پرمختګ کې اغېزمن رول لري

آرشیف

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په اوسنیو شرایطو کې د امریکا هڅې د افغان سولې لپاره اغیزمنې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه د دوحې، اسلام آباد او کابل په لور خپل نوی سفر پیل کړی چې موخه یې د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره لار هوارول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بېګا ناوخته په یوه اعلامیه کې ويلي چې ښاغلی خلیلزاد د بندیانو خوشې کولو، د سولې هوکړې د تطبیق او د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه خپل مفصل نظریات له ټولو اړخونو سره شریک کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وايي، امریکا د افغان سولې په پروسه کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیې انوري نن ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سولې پروسې مالکیت له افغانانو سره دی او د ګاونډیو هېوادونو صادقانه همکاري د دې پروسې په بریا کې مهم رول لوبولی شي، امریکا زموږ له سترو متحیدینو څخه ده او هغه هېواد د افغان سولې د پروسې په څرنګوالي کې زیات رول لوبولي شي."

ناجیه انوري

د اغلې انوري په خبره، د سیمې او نړۍ هېوادونو کولای شي د افغان سولې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به د بندیانو د خلاصون، د سولې هوکړه لیک او د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د ګډې اعلامیې د ارزولو په اړه هم لیده کاته وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه سید اسحاق ګیلاني وايي، د خلیلزاد سفر کولای شي د سولې پروړاندې پراته خنډونه هوار کړي.

هغه زیاتوي: "د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شوې سیاسي هوکړه تر اوسه سمه نه ده تطبیق شوې، کابینه نه ده تکمیله، د سولې پروسه لا تر اوسه بې برخلیکه ده، د طالبانو مذاکراتي ټيم تر اوسه هغه ډول چې اړتیا ده نه دی برابر شوی، زه هیله لرم چې ښاغلی خلیلزاد دغه بهیر چټک کړي."

تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو دواړه لوریو ویلي چې د بندیانو خوشې کولو ته به دوام ورکوي.

ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې دغه سفر کوي چې له دې وړاندې هم د روژې په میاشت کې يز افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار کړی و.

د نوموړي له سفر وروسته طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړاو افغان ولسمشر هم د ۲ زره طالب بندیانو د خوشي کولو امر وکړ.

د بندیانو پروسه د دواړو طرفونو لخوا تر دمه روانه دهچې تازه طالبانو په فراه او نیمروز ولایتونو کې ۳۸ افغان امنیتي ځواکونه ازاد کړی دي.