'د ایران له لوري غني شوي یورانیم له ټاکلې اندازې اته ځلې زیاته ده'

د اصفهان ولایت په نطنز ښار اټمي دستګاه کې نوي "ای‌ار-۸" سانترفیوژونو

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره (IAEA) وايي، ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو زیاتولو ته تر هغې کچې چې په ۲۰۱۵ کال کې ورته ټاکل شوې وه، په زیات توپیر دوام ورکوي.

دې ادارې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د مې میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې په ټیټه کچه د ایران د غني شویو یورانیمو کچه ۱،۵۷۱ اعشاریه ۶ کیلوګرامو ته رسېږي چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې له ټاکلې اندازې څخه اته ځلې زیاته ده.

په دې موافقه کې ایران منلې وه چې د نړیوالو بندیزونو د نرمولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي، خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووتله او پر دې هېواد یې بیا بندیزونه ولګول.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه جلا راپور کې، له دې کبله چې تهران خپلو دوو اټمي تأسیساتو ته د نړیوالو مفتشانو ورتګ ته اجازه نه‌ده ورکړې اندېښنه ښودلې ده.

دا هغه ساحې دي چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي ایران ښايي هلته هغه اټمي مواد زېرمه کړي وي چې نړیوالو څارونکو ته‌یې اعلان کړي نه‌دي.