'ایران کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوي'

د افغانانو عامل موټر چې د ایران په یزد کې اور اخیستی.

په تهران کې افغان سفیر وايي، د افغانستان حکومت د ایران په یزد ښار کې د یوه موټر د سوځېدو په پېښه کې د یو شمېر افغانانو د مرګ‌ژوبلې او ورکېدو مسئله په جدي ډول تعقیبوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو راپورونو له مخې وايي چې په پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي، ۴ ټپیان او یو شمېر نور تري تم دي.

افغان سفیر عبدالغفور لېوال چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې تېره شپه یزد ښار ته رسېدلی، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تحقیقات پیل شوي دي او نتیجه به‌یې له بشپړېدو وروسته اعلان شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي چې د یزد ولایت سیاسي مرستیال احمد ترحمي بهابادي تأیید کړې ده چې د ایران پولیسو د افغانانو د سپرلۍ پر موټر ډزې کړې دي، خو وايي چې موټر د ګړندیتوب له کبله د اورګاډي د پټلۍ د څنګ له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان سفیر به د افغانانو پر موټر د ایراني پولیسو د ډزو د دلایلو او د پېښې د عاملانو د عدلي تعقیب په اړه څېړنې وکړې او راپور به‌یې د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.