امریکايي ځواکونه وايي پر طالبانو یې دوه هوايي حملې کړي

ارشیف

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسله‌والو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت نن په ټویټر کې لیکلي چې وسله‌والو طالبانو پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي.

په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ښاغلي لګېت په خبره وسله‌وال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سره‌یې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي چې د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.

د امریکايي ځواکونو ویاند وايي دا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته د طالبانو پر ضد د دوی لومړۍ هوايي حملې دي.