نیویارک ټایمز: د یوه افغان بندي خوشې کېدو دوه امریکايۍ کونډې سختې حیرانه کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز

د ستراتېژيکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د سولې په پروسې یو متمرکز ۱۳۱ مخیزه راپور خپور کړی چې په‌کې یې د افغانستان اوسنی سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت شاربلی دی.

د دغه راپور عنوان دی "افغانستان: د یوې رښتینې سولې لرلید."

په دغه راپور کې د افغانستان د روانې جګړې، د افغانستان د امنیت په برخه کې د امریکایي ځواکونو رول او د سولې د پروسې په اړه بحث شوی او دا ارزول شوي چې څنګه د افغانستان په سیاست کې ښکته او پورته‌والی، د حکومتوالۍ چارې او امنیتي او اقتصادي وضعه د یوې رښتینې سولې لرلید متأثره کوي.

د ستراتېژيکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز دا راپور د ښې حکومتوالۍ په چارو کې ځينو اساسي ناکامیو او اقتصادي ځوړتیاو ته اشاره کوي چې په خبره‌یې بالاخره د یوې با ثباته سولې امکانیت له خنډ سره مخ کوي. دا ستونزمن مسایل د راپور په اساس دا اړتیا په ډاګه کوي چې د سولې تر نهايي تړون وروسته به هم هر ډول رامنځته کېدونکی حکومت د امریکا او متحدینو په قوي مالي ملاتړ پورې متکي وي.

په ټوله کې دا راپور د نورو برخو ستونزې دومره لویې ارزوي چې وايي د امریکا-طالبانو د سولې د اوسني تړون د تطبیق په وړاندې امکانات او یوې له مفهوم ډکې سولې ته د رسېدو چارې محدودوي.

د امریکا-طالبانو تړون د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

دا تړون له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په بدل کې د دې ډلې د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو او له افغانستانه په ۱۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنه کوي.

د دغه تړون په اساس سپارښتنه شوې وه چې په ۱۰ ورځو کې بین‌الافغاني خبرې پيل شي، خو څه باندې درې میاشتې ووتې چې بین‌الافغاني خبرې لا نه‌دي پيل شوي.

  • نیویارک ټایمز

د یوه افغان بندي خوشې کېدو دوه امریکايۍ کونډې سختې حیرانه کړې.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې ورځې د یوې مقالې عنوان دی چې له زندانه د یوه بندي په خوشې کېدو او ورسره تړلې موضوع‌یې لیکلې ده.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي یو پخوانی افغان پولیس چې په ۲۰۱۲ کال کې یې دوه امریکایي پوځي سلاکاران د ملي ګارد غړی ۴۸ کلن تورن رابرټ میرچانټي او د هوايي ځواک سلاکار ۴۴ کلن ډګرمن جان لوفټیس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دننه په ډزو وژلي و د ۲۰ کلن حبس له پوره کېدو مخکې راخوشې شو.

په مقاله کې راغلي اته کاله مخکې پیګي میرچانټي او هولي لوفټیس ته احوال ورغی چې د دواړو خاوندان په افغانستان کې د یوه پولیس له‌خوا په ډزو وژل شوي.

دا اوونۍ د دغو دوو امریکايي کونډو حیرانتیا او پرېشاني وروسته له هغه لا پسې زیاته شوه چې خبر شوې د خاوندانو قاتل‌یې له بنده خوشې شوی.

د پیګي میرچانټي په حواله د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې رابرټ او جان لوفټیس دواړه ډېر ښه او نېک انسانان وو او تل‌یې هڅه کوله چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي.

پيګي ویلي د خاوند قاتل‌یې سالنګی ازاد شوی او دوی یې په خدای سپاري چې خپله عدالت تطبیق کړي.

عبدالبصیر سالنګی چې په عبدالصبور هم مشهوره و څلور کاله فراري و او بالاخره په ۲۰۱۶ کال کې نیول شوی او په ۲۰ کاله بند محکوم و. ده ویلي و ځکه‌یې دا امریکایي پوځیان ووژل شول چې ګواکې په بګرام هوايي اډه کې د امریکایي عسکرو له لاسه قران سوځېدلی و.

سالنګی چې د حزب اسلامي غړی و د هغو ۱۶۰ بندیانو په ډله کې تېره جمعه خوشې شو چې د حزب اسلامي او افغان حکومت د قرارداد په اساس له بنده د خوشې کېدو ژمنه ورسره شوې وه.

نیویارک ټایمز لیکي سالنګی خپل کلي ته په رسېدو د خپلې کورنۍ او دوستانو له تود هرکلي سره مخ شو.

نیویارک ټایمز داسې وخت د دغو دوو امریکایي کونډو اندېښنو ته پام اړولی چې په دې وروستیو کې د افغانستان له زندانونو سلګونه طالب بندیان او هم تر هغه مخکې او وروسته د حزب اسلامي بندیان خوشې شوي دي.

د دوی په خوشې کېدو باندې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع ته له دې پلوه ډېر پام اوښتی چې ښایي په دغو بندیانو کې یې ډېر هغه هم شامل وي چې د بشریت ضد درانه جرمونه‌یې ترسره کړي دي.