د افغانستان دیني عالمان د کومې مذهبي فتوا په اساس وژل کېږي؟

د وزیر اکبر خان جومات ملا امام ډاکتر ایاز نیازی چې په چاودنه کې ووژل شو.

په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې د ښکېلو ډلو پر جنګیالیو او ملکي وګړو سربېره ډېر زیات ديني عالمان د بېلابېلو اړخونو له‌خوا ووژل شول.

په روانه هفته کې په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات ملا امام ډاکتر ایاز نیازی چې د ډېرو په نظر له مخکښو دیني عالمانو څخه و، په یوه هدفي حمله کې ووژل شو.

د نوموړي وژنې یو ځل بیا دا مهمه پوښتنه رابرسېره کړه چې د افغانستان دیني عالمان د کومې مذهبي فتوا په اساس وژل کېږي؟

په دې اړه احمد تکل د پوهنتون له استاد ډاکتر خواجه محمد عصامي سره مرکه کړې.

ښاغلی عصامي د مرکې په سر کې په دیني تعلیماتو او عقایدو کې د قتل پر جواز رڼا اچوي.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پوهنتون له استاد ډاکتر خواجه محمد عصامي سره مرکه