د مصالحې شورا له جوړېدو د اروپايي اتحادیې، بریتانیا او اسټرالیا هرکلی

د اروپا بیرغونه

د اروپايي اتحادیې یو شمېر غړو هېوادونو، بریتانیا او اسټرالیا په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی دی.

په کابل کې د دغو هېوادونو سفارتونو نن د جون په ۴مه، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی هیله لري چې په دې پسې به د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره د خبرو د پیل نېټه اعلان شي.

په بیان کې ویل شوي چې دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان اوس په مذاکرو کې د ښځو پر رښتیني ګډون ټینګار وکړي. هغوی همداراز غوښتنه کړې چې حکومت او طالبان باید ښځې د سولې پروسې په ټولو اړخونو کې لکه د شوراګانو رهبري، د مذاکرو په ډلګیو، د مشورې په شوراګانو او د تخینکي چارو په ځانګړو ډلو کې شاملې کړي.

بیان کې ویل شوي چې هېڅ هېواد د خپلو وګړو د نیمايي برخې له مشارکته پرته بریالیتوب ته نه‌شي رسېدلائ.