د جورج فلوید د وژلو قضیه کې ۳ نور پولیس هم شامل کړل شول

ارشیف

امریکایي څارنوالانو د یوه تور پوستي د وژلو په قضیه کې هغه درې نور پولیس هم شامل کړل چې د جورج فلوید د وژل کېدو په سیمه کې ولاړ وو.

د میناسوتا ایالت لوی څارنوال کېټ اېلسون پرون وویل، دغه پولیس د دغه تور پوستي د وژنې په ملاتړ تورن شوي او د نیولو حکم‌یې ورکړل شوی دی.

څارنوالانو د دریک چاوین د سزا په قضیه کې هم پرمختګ کړی دی، دا هغه پولیس دی چې د وژل شوي افریقایي‌الاصله امریکایي په مرۍ پښه ږدي او مرګ ته‌یې رسوي.

مظاهره‌چیانو د څارنوالانو د نوي ګام هرکلی کړی، خو د نژادي تبعیض په وړاندې پیل شوې مظاهرې د اتمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

راپورونه وایي چې د مظاهره‌چیانو غصه لومړنیو ورځو ته په کتو، اوس یو څه کمه شوې او اکثرو ځایونو کې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې مظاهره کوي.