امریکا د چین مسافر وړونکو الوتکو ته د ورتګ اجازه نه‌ورکوي

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې ده چې د جون له ۱۶مې وروسته به د چین مسافر وړونکو الوتکو ته اجازه ورنه‌کړي چې امریکا ته ورشي، دا فشار د دې لپاره دی چې پیکنګ امریکایي الوتکې چین ته نه‌پرېږدي.

په متحده ایالاتو کې د کرونا تر خپرېدو وروسته چین د امریکایي الوتکو پروازونه وځنډول.

د امریکا ټرانسپورت وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې پیکنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو له موافقې سرغړونه کړې ده.

وروسته تر دې چې پیکنګ د امریکا د دوو هوایي شرکتونو غوښتنه رد کړه چې چین ته الوتنې بیا پیل کړي، واشنګتن پرېکړه وکړه چې خپلې خاورې ته د چین الوتنې منع کړي.

یونایټډ ایرلاینز او دلتا ایرلاینز چې د کال په پيل کې یې چین ته د کرونا ویروس له امله خپلې الوتنې ځنډولې وې له پیکنګ څخه غوښتي چې بېرته به دا میاشت خپلې الوتنې پيل کړي.

د کرونا تر خپرېدو مخکې په اوونۍ کې د امریکا او چین ترمنځ ۳۲۵ پروازونه کېدل.

د امریکا ټرانسپورت وزارت وایي، د امریکایي الوتنو له درېدو سره د چین د هوایي چلند شرکتونو د فبرورۍ تر میاشتې په اوونۍ کې ۲۰ او د مارچ تر نیمایي ۳۴ پروازونه د دواړو هېوادو ترمنځ په اوونۍ کې کول.