غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ښځو وزارتونو سرپرستان معرفي کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ښځو چارو وزارتونو ته سرپرستان رسماً معرفي کړل.

محمود کرزی د ښارو جوړولو د سرپرست وزیر په توګه، محمد جواد عثماني د عامې روغتیا سرپرست وزیر په توګه او حسینه ساپۍ د ښځو چارو سرپرست وزیرې په توګه معرفي شوي دي.

دا کسان پرون ناوخته معرفي شول او په ورته وخت کې اجمل احمدي د افغانستان بانک رئیس وټاکل شو.

وروسته تر دې چې د مارچ په ۹مه، اشرف غني د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، له بل کاندید عبدالله عبدالله سره اختلافات د دې باعث شول چې د وزیرانو ټاکنه وځنډېږي.

له ډاکتر عبدالله سره د مې په ۱۷مه د سیاسي توافق تر لاسلیک وروسته دا د څو سرپرست وزیرانو د رسمي معرفي لومړی ګام دی.