ناټو سازمان په کابل کې بېګانی بمي برید وغانده

مشهور افغان دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی

د ناټو سازمان په کابل کې پر وزیر اکبر خان کې بمي برید غندلی دی.

په افغانستان کې د دغه سازمان نوي ملکي استازي استفانو پونتیکورو په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر عبادتځایونو او د خلکو په راټولېدنو بریدونه د منلو وړ نه‌دي.

ښاغلي استفانو پونتیکورو ویلي چې افغانان د سوله‌ییز او سوکاله ژوند مستحق دي او ناټو په دې چاره او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

بېګا شپه د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې په جامع جومات کې بمي چاودنې د دغه جومات امام وتلی دیني عالم دکتور محمد ایاز نیازی او یو بل عام کس ووژل او دوه نور ملکیان یې ټپیان کړل.

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح طالبان ملامته کړي چې د داسې بریدونو تر شا لاس لري.

هغه زیاته کړه طالبانو د هغو دیني عالمانو، قومي شخصیتونو، سیاستوالو او علمي څېرو په ترور کې لاس لري چې له پاکستان بهر یې زده کړې کړي دي.

طالبانو د افغانستان د مرستیال ولسمشر امرالله صالح د تازه څرګندونو په اړه څه غبرګون نه‌دی ښوولی خو بیګاه یې ویلي و چې دوی پر ایاز نیازي برید غندي او لوی جنایت یې بولي.