مسیر: پر جوماتونو او علماوو برید، د وحشت تر ټولو کم سارې بېلګه!

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د کابل په یو مسجد کې د تېرې شپې بمې چاودنې او په افغانستان کې د کرونا ویروس بې ساري پراختیا په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې "پر جوماتونو او علماوو برید، د وحشت تر ټولو کم سارې بېلګه!" په عنوان په سرمقاله کې لیکلي دي چې، تېر ماښام د کابل په نږدې تر ټولو امن سیمه وزیر اکبر خان جامع مسجد کې چاودنه وشوه چې د جومات د خطیب مولوي محمد ایاز نیازي په ګډون په کې دوه تنه شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، دا لومړی ځل نه‌دی چې پر علماوو، مسجدونو او نورو مقدسو ځایونو په ډېر وحشت سره حملې او چاودنې کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي، خو له بده مرغه حکومت نه یوازې دا چې د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی، بلکې پر دې نه‌دی توانېدلی چې د دا ډول پېښو عاملین ونیسي، افشا او محاکمه یې کړي او ولس ته په ډاګه کړي چې دا حملې د چا او کومو کړیو کار دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د کابل تر ټولو امن سیمې وزیر اکبرخان مسجد ته د چاودېدونکو توکو وړلو او هلته ځای پرځای کېدو ګڼې پوښتنې راپورته کړي چې حکومت او مسؤل چارواکي یې باید په اړه ځواب ووایي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی او لیکلي دي چې دا واضح ده چې دغه ډول حملې په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د سولې لپاره تر یوې کچې د باور فضا رامنځته شوې، د پردیو استخباراتي شبکو او د سولې او اسلام د دوښمنو کړیو کار دی خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې بیا بیا د دا ډول حملو او چاودنو په مخنیوي کې پاتې راځي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټينګار شوی چې ولس نور د حکومت د ناغېړیو او دغه ډول پېښو د زغم توان نه لري، دوی نه یوازې دا چې د دغه ډول حملو د عاملینو او جنایتکارو د نیول او علني محاکمه غواړي، بلکې حکومت او مسؤل چارواکي باید ژر تر ژره لاس پر کار شي.

  • انیس

انیس ورځپاڼې هم په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته اشاره کړې ده.

وړاندې راغلي، دغه تاوتریخوالی او وژنې به د سولې پروسه زیانمه کړي.

ورځپاڼه د جګړې په ښکیلو لورو غږ کوي چې د پردیو له لمسون او جګړې لاس واخلي او افغانان سر یوځای د سولې خبرې وکړې.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د بېلابېلو لورو تیتې او پراګنده هڅې به نتیجه ور نه کړي.

په سرمقاله کې ټينګار شوی،چې دغه هېواد کې رېښتني سوله هغه مهال راتلی شي چې ښکیلې غاړي له جګړې لاس واخلي او د سولې په هدف سر یو موټي شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په هېواد کې د کرونا ویروس پراخېدو ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، په افغانستان کې د روغتیايي امکاناتو کمښت او د کرونا ویروس د پیښو په ډېرېدو سره د ژغورنې نړیوالې کمیټې د یو بشري ناورین خبرداری ورکړی.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د دوا د قیمت لوړوالی، د اکسیجن ماشینونو کمښت، د خلکو له لوري ټولنیز واټن په پام کې نه نیول د دي سبب شوي چې دغه ویروس پراخ شي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت د کرونا ویروس کنټرول نه‌شي کولای او اړتیا ده چې د ژغورنې نړیواله کمېټه مرسته وکړي څو له انساني ناورین څخه مخنیوی وشي.