روسیه: یوه نظامي پریډ کې د ګډون لپاره د امریکا دفاع وزیر بلل شوی

مارک ایسپر

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو خپل امریکايي سیال مارک ایسپر ته د روسیې په یوه نظامي پرېډ کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، شویګو پرون سې شنبه ناوخته له ایسپر سره په ټېلیفوني مکالمه کې هغه ته په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه.

د روسیې دفاع وزارت نه دي ویلي، چې ایسپر د شویګو بلنه منلې ده که څنګه.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، د نازي جرمني د ماتې د پنځه اویایمې کلیزې د لمانځنې په مناسبت پوځي پرېډ به د مسکو په سره میدان کې جوړ شي.

که څه هم روسیه هر کال دغه مراسم د مې میاشتې پر نهمه جوړوي، خو سږ کال د کورونا وبا له کبله په ځنډ جوړېږي.