د بېلابېلو ناروغینو مخنیوي په هدف جلال اباد ښار دواپاشي کېږي 

جلال اباد ښار

د ننګرهار چارواکي وايي جلال اباد ښار د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په هدف دواپاشي کوي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پرون سې شنبه ازادۍ راډیو ته وویل، په پام کې ده د جلال اباد ټولې ناحیې دواپاشي شي.

هغه وویل: "د دې دواپاشۍ په ترڅ کې به د ملاریا او لشمانیا سربېره د ځینو نورو ناروغیو کنټرول او مخنیوی وشي، دا لړۍ چې اوس په اوومه ناحیه کې پیل شوې ده، د جلال اباد ښار ټولو سیمو ته به وغځول شي."

بلخوا د ننګرهار چارواکو خبر ورکړی، چې د څارنې په لړ کې یې په جلال اباد ښار کې دوه لابراتوارونه چې پر روغتیايي معیارونو برابر نه‌وو، مهر و لاک کړي دي.