چارواکي: د تجهیزاتو د کموالي له کبله د کرونا ویروس ازمویلو بهیر پڅ روان دی

ارشیف

د افغانستان د روغتیا وزارت یو چارواکی وايي، د تجهیزاتو د کموالي له کبله، د کرونا ویروس د نمونو ازمویلو بهیر پڅ روان دی.

د دغه وزارت یوه معین فدا محمد پیکان رویټرز خبري اژانس ته پرون وویل، دوی د ورځې د ۲۰زره نمونو له ډلې، له ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې نمونې ازمويلای شي.

ښاغلي پیکان ویلي، تر اوسه د اخیستل شویو نمونو دقیق شمېر معلوم نه‌دی.

د روغتیا وزارت دغه معین ویلي، ناازمویل شوې نمونې له مشخصو کوډونو سره په یخچالونو کې ساتل کېږي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۶زرو او ۵۰۰ اوښتی دی.

له دې جملې تر ۲۷۰ زیات کسان په دغه ویروس مړه شوې او تر ۱۴۰۰ زیات کسان روغ شوي دي.