د کابل وزیر اکبر خان جومات چاودنه کې مولوي ایاز نیازی ووژل شو

مولوي محمد ایاز نیازی

د کابل په وزیر اکبر خان جومات کې د نن ماښام چاودنه کې د دغه جومات خطیب مولوي محمد ایازی نیازی ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تأییدوي او وايي چې په دغې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي: "نن ماښام ۰۷:۲۵ دقیقې د وزير اکبر خان جومات په انګړ کې چاودېدونکي مواد چې د ترورېستانو له‌خوا ځای پر ځای شوي وو، چاودنه کړې چې د دغه جومات خطیب مولوي محمد ایاز نیازي د سختو ټپونو له امله شهید شو."

مخکې له دې ښاغلي ارین ویلي و چې یو انتحاري حمله کوونکي د کابل ښار ۱۰مې امنیتي حوزې د وزیر اکبر خان جومات انګړ کې ځان ته چاودنه ورکړې چې ۱ تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

ښاغلی ارین زیاتوي په سيمه کې يوه اندازه نور چاودېدونکي مواد د تخنيکي ټيم له‌خوا کشف او شنډ شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پر لمونځ کوونکو او علماوو حمله یو نه‌بخښونکی عمل دی، "ترورېستان به د خپل اسلامي او انساني ضد جنایتونو ځواب حتماً وویني".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پېښه غندي او مسؤلینو ته‌یې د هر اړخیزې څېړنې او د ټپيانو د درملنې لارښوونه وکړه.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تأسیساتو د ترورېستي بریدونو کول بشري ضد جنایت بولي.

طالبان په دغې چاودنه کې لاس لرل ردوي.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.