فراه کې به روان کال د هندواڼو حاصلات څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته ورسېږي

ارشیف

روان کال به په فراه ولایت کې د هندواڼو حاصلات څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته ورسېږي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالمنان متین ازادي راډيو ته وویل، وړاندوینه دا ده چې روان لمریز کال به د فراه ولایت د هندواڼو حاصلات ۶۸۹ زره ۴۰۰ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا اوس‌مهال په دغه ولایت کې په ۱۹ زره ۱۵۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي.

تېر کال هم په همدې ولایت کې ۱۸ زره ۴۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې چې ۶۵۰ زره ۲۶۸ مټریک ټنه هندواڼې یې کړې وې.

د ښاغلي متین په خبره د تېر کال په پرته روان کال د فراه کرنیز محصولات په سلو کې ۶ سلنه زیات شوي.

د متین په وینا سږ کال د هنډوانو د ضایع کېدو د مخنیوي او پلور لپاره‌یې ځانګړي تدابیر نیول شوي.

د یادولو ده چې تېر کال په فراه ولایت کې د ستونزو له امله د دغه ولایت هندواڼې خرابې شوې وې.