اشرف غني له پومپیو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل: "د امریکا اساسي هدف د اوږدمهاله او ستراتېژيکو اړیکو د دوام په چوکاټ کې یو موټي، خپلواک، ډموکراتيک او باثباته افغانستان دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره به‌يې هېواد له افغان حکومت سره یو ځای کار وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ د انټرنټ له لارې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ شوی دی او امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون په برخه کې مرسته کوي.

ده هیله څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي کچه به ټيټه پاته شي چې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې ټاکل شوې وه د مارچ تر ۱۰مې پورې طالبان د افغان حکومت زر بندیان او افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړي چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، خو د بندیانو د مبادلې بهیر تر اوسه نه‌دی بشپړ شوی.