مایک پومپیو: ایران ته به اجازه ورنه‌کړو چې اټمي وسلې ترلاسه کړي

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې د ایران مخه ونیسي چې دا هېواد اټمي وسلې جوړې نه‌کړي.

مایک پومپیو د امریکا له تجارتي شرکتونو انسټټیوت سره د دوشنبې په ورځ د (۲۰۲۰ د جون ۰۱) نېټه په خپرو شویو خبرو کې همداراز ویلي چې د ایران په راکټي پروګرام کې د دې هېواد د توان محدودول د امریکا او متحدانو له لومړیتوبونو څخه دی.

ښاغلی پومپیو زیاتوي: "د ایران جمهوري اسلامي تهدیدونه همغسې دوام لري. دې هېواد څو ځلې په لاسلیک کړي توافق کې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده. موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو."

ایران د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې له امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره موافقه لاسلیک کړه چې د اټمي فعالیتونو محدودولو په بدل کې دې پر دې هېواد بندیزونه کم شي.

خو دوه کاله مخکې امریکا له دې توافقه ووته او پر تهران‌یې نوي بندیزونه ولګول.

ایران په تکراري توګه ویلي چې د دې هېواد د اټمي پروګرام هدف د انرژۍ تولید دی او نه‌غواړي اټمي وسلې جوړې کړي.