د جورج فلوید د وژنې په غبرګون اعتراضونه نورو هېوادونو ته وغځېدل

د جرمني پلازمېنه برلین کې اعتراضونه

د پولیسو له‌خوا د تور پوستو د وژنو په اعتراض د امریکا د ګڼو ښارونو مظاهرې نورو هېوادونو ته وغځېدې.

زرګونه کسان نن د نیوزیلنډ په څو ښارونو کې په اعتراض راووتل او په امریکا کې یې د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي تر وژنې وروسته د نژادي بې‌عدالتۍ پر دوام اعتراض وکړ.

فلوید چې کومه وسله‌یې نه‌درلوده، تېره دوشنبه د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې په داسې حال کې چې یوه سپین پوستي پولیس‌یې پر غاړه زنګون ایښی و، ساه ورکړه.

د نیوزیلنډ په پلازمېنه اوکلنډ کې اعتراض کوونکو د امریکا د قونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه او په شعارونو کې یې لیکلي وو 'ساه نه‌شم اخیستلی او واقعي ویروس نژادي تبعیض دی'.

د جرمني او بریتانیا په پلازمېنو دغه‌راز د کاناډا په مونتریل او د برازیل په ریو دي ژنیرو کې هم اعتراض کوونکو له امریکایي مظاهره‌چیانو سره خپل پیوستون څرګند کړ.

په ایران او چین کې هم د امریکا د تاوتریخجنو اعتراضونو په وړاندې د امریکا د امنیتي ځواکونو پر اقدام اعتراض وشو.

که څه هم امریکايي چارواکو د فلوید د وژنې په تړاو څلور پولیس افسران له دندو لیرې کړي او د هغه پولیس پر ضد یې جنايي تورونه لګولي چې د قضیې اصلي اړخ دی، خو اعتراضونه کرار شوي نه‌دي.

پرون هم د امریکا په ۷۵ ښارونو کې پراخې مظاهرې شوې وې.