بدخشان کې نامعلومو وسله‌والو ۴ تنه ملکیان په ډزو وژلي

د بدخشان ولایت نقشه

نامعلومو وسله‌والو کسانو په بدخشان ولایت کې تېره شپه ۴ تنه ملکیان په ډزو وژلي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په شېوه سیمه کې وژل شوي.

هغه زیاته کړه: "د ناپېژانده وسله‌والو کسانو له‌خوا څلور تنه ملکیان وژل شوي او تر اوسه د دې وژنې دلیل او انګېزه معلومه نه‌ده. پولیسو د قاتلانو د پېژندنې لپاره اقدام کړی دی."

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.