د امریکا یوه خصوصي ستور بېړۍ نړیوال فضایي تمځي ته ورسېده

د راګون کرو ستور بېړۍ شنبه له فلوریډا توغول شوې وه چې پکې دوه امریکايي ستور مځلي ناست و.

هغه دوه امریکایي ستورمزلي چې د لومړي ځل لپاره په یوې خصوصي فضایي بیړۍ کې فضا ته استول شوي و، نړیوالې فضایي اډې ته ننوتل.

د دغو ستورمزلو د سپرلۍ بیړۍ ډراګون چې سپیس اکس کمپنۍ جوړه کړې، د شنبې په ورځ له فلوریډا د فالکون ۹ توغندي په واسطه له توغول کېدو وروسته پرون ماښام نړیوالې فضايي اډې ته رسېدلې وه.

ډاګ هرلي او باب بینکین په دې فضایي اډه کې له دوو روسي او یوه امریکایي ستورمزلو سره یوځای شول او ښایي تر څلورو میاشتو پورې په دې اډه کې تېر کړي.

دا په نژدې یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالات په خپله ستورمزلي فضا ته استوي.

په دې موده کې امریکا د روسیې په سیوز توغندیدو چې د قزاقستان له بایکانور فضایي اډې به توغول کېدل، متکي وه.

دغه ماموریت چې د سپیس ایکس کمپنۍ جوړه شوې بیړۍ پکې آزمویل شوې، خصوصي کمپنیو ته لاره هواروي چې ستورمزلي نړیوالې فضایي اډې ته ولېږدوي او هم د سوداګریزو فضایي الوتنو یونوی باب پرانېزي.