امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون اعتراضونه وغځېدل

امریکا کې اعتراضونه

په امریکا کې د نژادي عدالت غوښتنې لپاره اعتراضونه چې د یو سپین پوستي پولیس په لاس د یوه تور پوستي وګړي له مړینې وروسته وپارېدل، پرون د مې په د۳۰مه څو لویو ښارونو ته هم وغځېدل.

دا اعتراضونه په نیویارک، واشنګټن، اتلانتا، شیکاګو، لاس انجلس او یو شمیر نورو ایالتونو کې وشول.

۴۶ کلن تور پوستي جورج فلوید د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ساه ورکړه چې د پولیسو یوه سپین پوستي افسر د میناسوتا ایالت د مینیاپولیس ښار په یوه سړک کې د هغه په لاسونو کې زولنې واچولې، مخ پر ځمکه‌یې څملاوه او خپل زنګنونه‌یې د هغه پر اورمېږ کېښودل.

په هغو وېډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي ښکاري چې فلوید د پولیسو دې افسر ته څو ځلې زارۍ کوي چې ساه یې بندېږي، خو هغه‌یې نه‌پرېږدي.

دا اعتراضونه چې په سر کې سوله‌ییز وو، وروسته له هغه په تشدد واوښتل چې معترضانو د ګرځ‌بندیز مقررات له پامه وغورځول، لارې یې بندې کړې، ځیني ځایونه‌یې وسوځول، ښیښې یې ماتې کړې او د مظاهرو ضد پولیسو سره لاس ګرېوان شول.

په واشنګټن کې سلګونه معترضان په داسې حال کې د عدلیې وزارت مخې ته راټول شول چې په خپلو شعارونو کې یې ویل، (زه ساه نه‌شم ایستلی) او (د تورو ژوند هم اهمیت لري).

معترضان وروسته د سپینې ماڼۍ پر لور وخوځېدل چې هلته‌یې بیا پولیسو مخه ونیوله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلوید وژنه سخته غمیزه بللې ده، خو په عین حال کې یې ویلي، د هغو مظاهرو زغم نه‌لري چې په تشدد واوړي.

د میناسوتا ایالت چارواکو ویلي د پولیسو افسر دیریک شاوین د فلوید په وژنه تورن ګڼل شوی او هغه افسران چې په قضیه کې دخیل وو، له دندو ګوښه شوي دي.