هرات کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي او یو ماشوم سخت ټپي دی.

د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل پېښه تېره شپه شوې او په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "له یو ټېلري موټر سره د سورلۍ د یو سرف ډوله موټر د ټکر له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي چې ۳ تنه‌یې ښځې، ۴ نارینه او ۲ ماشومان دي."

د ښاغلي فرهاد په وینا د دې پېښې ټول قربانیان د کاپیسا ولایت اوسېدونکي دي.

د هرات د والي ویاند د دې پېښې علت ټرافیکي قواعدو ته د موټر چلوونکو نه‌پاملرنه بللې ده.