افغان حکومت له بنده د طالب زندانیانو د ازادۍ په دوام نن ۲۹۰ نور زندانیان ازادوي.
د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بل هر وخت ډېر چټک شوی.
له پرون راهیسې ۷۱۰ طالب زندانیان نور هم پرېښودل شوي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دا ګام د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان او تر خوا یې د سولې د روان بهیر د چټکتیا لپاره پورته کوي او په دې سره به د ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان عملي شي چې د اختر په ورځیې د ۲ زره طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه صادر کړی و.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو لهخوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.
هغه زیاته کړه: "له اختر وروسته ۱،۰۰۰ تنه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ازاد شول، ۷۱۰ تنه له پرون راهیسې ازاد شوي دي او ۲۹۰ به نور هم ازادېږي، څو دا نوملړ ۲ زره تنو ته ورسېږي، هغه ډول چې ولسمشر د اختر په ورځ ترې یادونه کړې وه. هیله مو دا ده چې له دې اقداماتو سره تاوتریخوالی راکم شي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه اسیران چې له طالبانو سره دي، ژر تر ژره ازاد شي."
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د شوې هوکړې یوه برخه کې د افغانستان له زندانونو د ۵ زره طالب بندیانو ازادي ده، خو په دې سره د افغانستان له زندانونو د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۳ زره تنو رسېږي.
طالبانو هم پرون وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ۷۳ تنه له بنده ازاد کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ټوله کې تر اوسه ۴۲۰ حکومتي بندیان خوشې شوي دي.
نن ورځ یوځل بیا په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د کابل ادارې ۷۳ تنه عسکر د اسلامي امارت له زندانونو څخه آزاد شول.د جامو او فی نفر د ۵۰۰۰ افغانیو په ورکړې سره خپلو کورنیوته واستول شول.په دې سره تر اوسه پورې د کابل ادارې ټول ۴۲۰ تنه عسکر خوشي شوي دي.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) May 30, 2020
خو د زندانیانو د تبادلې بهیر چې اصلي موخهیې د بینالافغاني خبرو لپاره د باور فضا جوړول او د مخامخ خبرو پیل دی، تر اوسه ترلاسه شوې ده؟
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دوی له خپلې خوا د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره اړین ګامونه پورته کړي او اوس د خبرو پیل ته په تمه دي.
د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغې زیاته کړه: "د زندانیانو خلاصون د افغانستان د اسلامي دولت حسن نیت دی چې د مستقیمو مذاکراتو لپاره لار اواروي. د افغانستان اسلامي جمهوریت خپل عملي ګامونه اخیستي او د مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د افغانستان د خلکو او دولت تمه ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ هر څه ژر مذاکرات پیل شي."
طالبان بیا وايي، د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره د ټولو بندیانو ازادي، د پل حیثیت لري.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هر څومره ژر چې د بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړېږي، بینالافغاني مذاکراتو ته واټن کمېږي.
نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه چې څومره بندیان خلاص شوي، دا یو ښه اقدام دی. په مقابل کې موږ هم بندیان خلاص کړي او نور هم خلاصوو. باید ووایو چې د بندیانو مکمل خلاصون د بینالافغانی مذاکراتو لپاره د پُل حیثیت لري، ځکه له هغه وروسته مذاکرات پیلېږي چې هلته به په راتلونکي اسلامي نظام او دایمي اوربند خبرې کېږی."
د افغانستان حکومت له دې وړاندې د طالب زندانیانو ازادي د تاوتریخوالي په کمېدو پورې د یوه شرط په توګه مطرح کړې وه، هغه غوښتنه چې طالبانو رد کړه.
د زندانیانو د تبادلې بهیر داسې مهال سرعت اخیستی چې د اختر په ۳ ورځو کې له اوربند وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي او جګړې راپور ورکړل شوی دی چې تر ټولو خونړۍ پېښه کې یې په پکتیا کې د طالبانو لهخوا د ۱۴ پولهساتو عسکرو وژل کېدل دي.
له دې وړاندې یو شمېر بهرنیو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې د بینالافغاني خبرو د پیل او د جګړې د شدت د کمېدو په اړه د طالبانو په رهبرۍ کې اختلاف شته، خو په ښکاره دې ډلې دا راپورونه رد کړي دي.