روحاني: ایران کې به ژر جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي

حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون، د مې په ۳۰مه، وویل چې په دې هېواد کې به ډېر ژر په جوماتونو کې د ورځې لمونځونه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په ځیني برخو کې د کرونا ویروس لا هم د خپرېدو په حال کې دی.

حسن روحاني پرون وویل: "د ایران جوماتونه به ډېر ژر د ورځني لمانځه لپاره پرانیستل شي او روغتیايي سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي."

په ایران کې حکومت له یوې مودې راهیسې د کرونا د وبا له کبله د لګول شوو بندیزونو په نرمولو لګیا دی.

د ایران د رسمي خبري سرچینوپه حواله، ۱۵۰ زره کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۷۷۰۰ زیات وګړي په دې خطرناک ویروس مړه شوي دي.

خو یو شمېر څارونکي شک لري چې حکومت له اصلي شمېر کموي او ريښتیني ارقام ښايي تر دې ډېر لوړ وي.