طالبانو په ۶ ولایتونو کې ۷۳ تنه زندانیان ازاد کړل

ارشیف

طالبان وایي، نن‌یې په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې ۷۳ تنه زندانیان ازاد کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ازادو شویو کسانو ته جامې او پنځه پنځه زره افغانۍ ورکول شوي او خپلو کورنیو ته لېږدول شوي دي.

طالبان وایي، تر اوسه‌یې له بېلابېلو زندانونو ۴۲۰ افغان سرتېري ازاد کړي دي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې نن به یو شمېر نور طالب زندانیان هم ازاد کړي، حکومت تر اوسه د طالبانو دوه زره بندیان ازاد کړي دي.