د افغانستان ملي امنیت شورا: نن هم ګڼ شمېر طالب بندیان خوشې کېږي

د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي نن هم ګڼ شمېر طالبان له بنده ازادوي.

‎طالبان هم ورته خبره کوي خو د شمېر په اړه یې څه نه وایي.

‎له دې سره ځينې سیاسي شنونکي باور لري که دا پروسه همداسې روانه وي ډېر ژر به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

‎د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره ګ‌‌‌‌‌‌ډې هڅې!

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې رییس تاییدوي چې چې نن به هم له بګرام، پلچرخي او لوګر ولایت له زندان څخه ګڼ شمېر طالب بندیان خوشې شي.

انتظار خادم

انتظار خادم د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن هم د تېر په څېر د طالب بندیانو د ازادېدو پروسه روانه ده، په بګرام، پلچرخي او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې دا بهیر په شدت روان دی خو دا چې نن به په کوم شمېر طالب بندیان ازادو دا به تر ماښامه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه شي."

‎له دې سره طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په همدې ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی به هم نن یو شمېر حکومتي بندیان خوشې کړي.

‎ښاغلي مجاهد هم د خوشې کېدو بندیانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

‎د طالبانو او امریکا تر منځ تر هوکړې تر لاسلیک ورسته افغان حکومت تر اوسه ۲۰۰۰ طالب بندیان له بنده خوشې کړي دي، دغه شان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین په خبره دوی هم تر اوسه ۳۴۷ تنه حکومتي بندیان له بنده خوشې کړي دي.

سهیل شاهین

‎د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر هوکړه د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د قطر په پلازمینې دوحې کې لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې پر بنسټ باید طالبان تر بین الافغاني خبرو مخکې د افغان حکومت زر او حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي.

‎د سیاسي چارو ځني افغان کارپوهان په دې باور دي چې د دواړو لورو تر منځ د بندیانو د خلاصون په اړه اقدامات به ‌‌‌‌‌‌ډېر زر بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

‎د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر وایي: "زه فکر کوم چې دا اوسني ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه فرصتونه دي تر څو د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې ښه فضا رامنځته شي او سولې په اړه راروانو مذاکراتو ته زمینه برابره شي."

‎ښاغلی اتمر وایي چې دواړو دې د سولې اړوند خپلې هڅې لا چټکې، تاوتریخوالی کم او په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي، څو په خبره يې یوه پايښتې سوله رامنځته شي.

خو د سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دا هیلې داسې مهال ښودل کېږي چې د اختر په مناسبت د طالبانو او حکومت له خوا تر درې ورځني اوربند ورسته یو ځل بیا له ځینو ولایتونو د جګړو او مرګې ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.