د کونړ کرنې ریاست: نږدې ۴۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي

د شفتالو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو په سږني فصل کې ۸.۲ میلیونه افغانۍ عاید کړی دی.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دې ولایت کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونه افغانۍ عاید ور په برخه شو.

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.

د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل نن ازادي اډیو ته وویل، چې د مالټې، لیمو او نارنجو ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه هم جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

نوموړی وایي چې د شفتالو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو په سږني فصل کې ۸.۲ میلیونه افغانۍ عاید کړی دی.

ځایي اوسېدونکي بیا د مېوو د ښه کېفیت ترڅنګ د بنوالۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې هم اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دښتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکټور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ کړي.