د هرات صرافانو ټولنه: د پیسو د راکړې ورکړي بازار وتړل شو

د هرات ښار یوه څنډه

په هرات کې د پیسو د راکړې ورکړي بازار وتړل شو.

دا کار وروسته له هغې وشو چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دوه صرافان د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول.

د هرات د صرافانو ټولنې وايي، دا کار یې د خپلو صرافانو د برمته کېدو په غبرګون کړی دی.

د دغې ټولنې مشر بهاءالدین رحیمي نن رسنیو ته وویل، چې په تېرو نږدې ٧ میاشتو کې پنځه صرافان او یو شمېر سوداګر په دغه ولایت کې د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوي دي.

نوموړي وویل، په هرات کې د انسان تښتونکو او وسله والو غلاوو له امله د دوی کار په ټپه درېدلی دی.

دوی ګواښ کوي چې تر هغه به کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې یاد صرافان بېرته خوشې نه شي.

د هرات امنیې قومندانۍ هم دغه ستونزې منلي او ټینګار کړی چې د انسان تښتوونکو د نیولو لپاره به جدۍ ګامونه پورته کړي.