سیمه ییز چارواکي: کندهار کې بمي چاودنې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارشیف

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، پرون ماښام د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې یوې بمي چاودنې ۲ ماشومان وژلي دي.

په پېښه کې پنځه نور ملکیان ټپیان شوې هم دي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل ځای پرځای شوي او په یو بازار کې چاودلی دی.

د بارکزي په وینا د چاودنې هدف معلوم نه دی.

د دې برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.