د مسافر پرمخ د یوې ورځې لپاره تورخم دروازه پرانیستل شوه

دروازه تورخم

د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بندپاتې وګړو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبه سهار د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بند پاتې وګړو د تګ راتګ په هدف پرانیستل شوه.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، تورخم دروازه به یواځې د نن لپاره پرانستې وي او په افغان مسافرو یې غږ کړی چې له دې فرصته دې استفاده وکړي

د ننګرهار د چارواکو په خبره،، راستنیدونکو مسافر ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي.

د یادونې وړ ده چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې پاکستاني لوري د تورخم او سپین بولدک دروازې د تګ راتګ پرمخ وتړلې چې له امله یې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر لا هم بند پاتې دي.