د تور پوستي امریکايي د وژنې په تور پولیس نیول شوی

د دې پېښې پر ضد درې شپې په پرله پسې ډول د امریکا په مینیا ښار کې خلکو مظاهرې کولې او د پېښې له قرباني سره دي انصاف وشي نارې یې وهلې.

هغه سپین امریکايي پولیس چې د یوه تور پوستي امریکايي پر غاړه یې ځنګون ور ايښې او هغه یې مړ کړی و، نیول شوی او د قتل تور ورباندې لګېدلی دی.

تورن پولیس، ډېرېک چاوین نومېږي.

هغه د مې په ۲۶مه نېټه د جورج فلوید په نوم یو تور پوستی امریکايي سړی نیولی و، لاسونو ته یې ولچکونه ور اچولي او بیا یې هغه پرځمکه غورځولی و.

دا صحنه په سیمه کې یوه ولاړ سړي په ويډیو کې ثبت کړې وه چې پر انټرنټ تر خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې ډېرو خلکو ولیده.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې ۴۶ کلن فلوید په مکرر ډول له پولیسه غوښتنه کوي چې له غاړي یې ځنګون لرې کړي او ورته وايي چې ساه نه شي اخیستلای، خو پولیس د هغه د خبرو پروا نه کوي.

فلوید تر دې پېښې وروسته په روغتون کې مړ شو.

د دې پېښې پر ضد درې شپې په پرله پسې ډول د امریکا په مینیا ښار کې خلکو مظاهرې کولې او د پېښې له قرباني سره دي انصاف وشي نارې یې وهلې.

د مینیسوتا ایالت والي ټیم والز پرون وویل چې په وروستیو مظاهرو کې چور او چاپول او نور غیر قانوني کارونه شوي له دې کبله د ملي ګارد ځواکونه په دنده ګومارل شوي او غږ یې وکړ چې مظاهرې باید بندې شي.

ټېم والز وايي: "دا د مینیسوتا په وروستي تاریخ کې له ډېرو سختو اوونیو وه، ښايي زموږ په ټول تاریخ کې ډېره سخته اوونۍ وه، زموږ ولس، په ځانګړي ډول زموږ د تور پوستو ټولنه داسې خوږ شوې چې په خبرو کې یې نه شم ویلای، په مینیا پولېس او سنټ پاول کې اور بل دی."

تورن پولیس او له هغه سره درې نور همکاران له دندې شړل شوي او د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره له ایالتي پولیسو سره په ګډه د پېښې په اړه څېړنې کوي.