د اوکراین او هنګري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د اوکراین او هنګري د بهرنیو چارو وزیران

د اوکراین او هنګري د بهرنیو چارو وزیرانو پرون، د مې په ۲۹مه، پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

اوکراین هڅه کوي چې د ناټو غړی شي خو د رپوټونو په حواله، هنګري په اوکراین کې پر اقلیت ژبو د بندیز د قانون له کبله د دې کار مخنیوی کوي.

هنګري د ناټو غړی هېواد دی.

د اوکراین په لویدیځ کې د زاکراپاتیا په نوم سیمه کې د هنګریانو اقلیت اوسېږي.

په اوکراین کې میشت اقلیتونه د هغه هېواد د نفوس لس فیصده جوړوي.

د اوکراین حکومت په وروستیو کې یو نوی قانون تصویب کړ چې په هغه هېواد کې يې له میشتو اقلیتونو دا حق واخیست چې په خپلو سیمو کې خپلې ژبې دود کړي.

د اروپا پارلماني شورا پردې قانون انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په قانون کې په واضح ډول د رسمي ژبې او د اقلیتونو د مليتي ژبو ترمنځ سم توپير نه دی شوی.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوي د ناټو په تړون کې د اوکراین د غړیتوب لپاره د خنډ جوړولو هڅه نه کوي بلکه یوې موافقې د رسېدو په لټه کې دي.