ځینو اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله لګيدلي بندیزونه نرمېږي

ارشیف

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د کمېدو له کبله ځیني حکومتونه د بندیزونو د لا زیات نرمېدو پر لور ګامونه پورته کوي.

د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې له راتلونکې اوونۍ څخه به یو شمېر زده کونکي بېرته ښوونځيو ته د تګ اجازه لري او دوکانونه به هم پرانیستل شي.

د فرانسې حکومت رسټورانټونو ته اجازه ورکړه چې د جون د میاشتې له دوهمې نېټې کولای شي چې خلکو ته په انګړونو او خلاصو ځایونو کې ډوډۍ ورکړي.

موزیمونه به هم راتلونکې اونۍ پرانیستل شي خو خلک به مجبور وي چې ماسک واغوندي.

د بریتانیې او ایتالیا د کورني فوټبال چارواکو ویلي چې د جون میاشتې په نیمايي کې به سیالي هم ولري خو خلکو ته به اجازه نه ورکوي چې د نندارې لپاره په لوبغالي کې را غونډ شي.

خو په روسیه کې وضعیت نازک دی او په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ډېر وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې هېواد کې پرون د مثبتو پېښو شمېر درې لکه او اتیا زرو ته رسېدلی و.

په مسکو کې روغتیايي چارواکو پرون وویل چې د کوېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله یوازې د اپرېل په میاشت کې لږترلږه ۱۵۶۱ تنه مړه شوي وو.