عامې روغتیا وزارت: د محدویتونه او سپارښتنو نه مراعتول به ناورین رامنځته کړي

وحیدالله مجروح

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي که خلک طبي سپارښتنې او لګیدلي محدودیتونه مراعات نه کړي کرونا ویروس به انساني ناورین رامنځته کړي.

دا خبره د یاد وزارت مرستیال ډاکتر وحیدالله مجروح نن په یوه ویډیويي پیغام کې کړې ده.

هغه ویلي چې هره ورځ سلګونه مثبتې قضیې ثبتیږي خو مهمه ده چې خلک د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له روغتیاپالانو سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "په تېر ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۹۸۵ سمپلونو ټیسټ شوي چې له منځه یې ۶۲۳ مثبت واقعات تثبیت شوي، ۱۱ کسان له کرونا مړه شوي، ۵۰ کسان روغ شوي، په دې سره مجموع په افغانستان کې ۱۳۶۵۹ مثبت واقعا تر اوسه ثبت شوي، د خلکو په همکاري موږ کولای شو چې کرونا ماته کړو که د خلکو مرسته نه وي له ټولو هڅو سره سره به له یوه انساني ناورین سره مخ شو."

په افغانستان کې د کرونا ویروس څه باندې دولس نیم سوه ناروغان بېرته ښه شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې خلک باید ماسکونه وکاروي، ټولنیزه فاصله رعایت کړي او له غونډو او مجلسونو ډډه وکړي.